نړۍ
د هسپانیې دفاع وزیر: د ناخالص کورني تولید ۵٪ پوځي بودیجې ته ځانګړې کول ناممکن دي
د هسپانیې دفاع وزیرې مارګریټا روبلز د ناټو غړو هیوادونو څخه د امریکا غوښتنه چې د خپل ناخالص کورني تولید ۵٪ دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي “په بشپړ ډول ناممکن” بللې ده.
هغې د جمعې په ورځ (د چنګاش د ٦ مه) د هسپانیې د سنا دفاعي کمیسیون ته وویل چې د هیواد دفاعي صنعت اوس مهال د داسې بودیجې د جذبولو ظرفیت نلري.
دا غوښتنه د امریکا څخه راځي چې د ناټو غړي تر ۲۰۳۵ پورې د خپل ناخالص کورني تولید ۵٪ پوځي چارو ته ځانګړې کړي.
د هسپانیې دریځ د غړو هیوادونو ترمنځ د ناخالص کورني تولید ۵٪ پوځي موخو ته د رسیدو په لاره کې ننګونې منعکس کوي.