سیمه
په سوریه کې د حسینیانو ویجاړول او د پیغمبر (ص) د لمسي د ویر منع کول؛ د نورو مذهبونو د مراسمو ازادي
د سوریې د رسنیو د راپورونو له مخې، د محرم په لومړۍ شپه، د سوریې د موقت حکومت اجنټانو په حسینیانو برید وکړ چې د خلکو لخوا جوړ شوي وو او دا مذهبي ځایونه یې ویجاړ کړل.
د دې راپورونو له مخې، موقت حکومت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لمسي د ویر منع کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې د کلیساګانو، عبادت ځایونو، د نوي کال مراسمو، د سانتا کلاز د مراسمو او د ډروز مراسمو فعالیتونه په آزاده توګه ترسره کیږي.
دا تبعیضي عمل د خلکو په منځ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.