نړۍ

اروپايي ټولنې پر روسیې بندیزونه د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځول

د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ (د چنګاش ٥ مه) په بروکسل کې په یوه غونډه کې موافقه وکړه چې د روسیې پر وړاندې پراخ بندیزونه د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځوي.

د نوي پریکړې سره، پراخ اقتصادي بندیزونه، چې پکې د روسیې د مرکزي بانک د شتمنیو له ۲۰۰ ملیارد یورو (۲۳۴ ملیارد ډالرو) څخه زیاتې کنګل کول شامل دي، د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې به دوام وکړي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، اروپايي ټولنې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې پر مسکو ۱۷ بندیزونه لګولي دي، چې هر شپږ میاشتې وروسته د غړو د اجماع له مخې نوي کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button