سیمهنړۍ

د ایران پر اټومي تاسیساتو برید د یوه امریکايي قوماندان لخوا ترسره شو چې په افغانستان کې یې د خدمت تاریخ درلود

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو وروستی برید د هوايي ځواک د یوه قوماندان لخوا ترسره شو چې په افغانستان کې یې د خدمت تاریخ درلود.

امریکایي رسنیو دا قوماندان میلون جي ډیل نومولی دی، چې په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوالو او امریکایي ځواکونو د یوې برخې په توګه افغانستان ته استول شوی و.

د دې راپورونو له مخې، په دې عملیاتو کې اووه بي-۲ پټ بم غورځوونکي کارول شوي وو، او میلون جي ډیل په برید کې د ښکیلو کسانو په ډله کې و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button