سیمه
په خیبر پښتونخوا کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني سرتیري ووژل شول
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنګیالیو د پاکستاني سرتیرو په یوه موټر برید وکړ.
د دې رسنیو راپورونو له مخې، په دې برید کې د یو لوړ پوړي افسر په ګډون درې پاکستاني سرتیري ووژل شول.
په ورته وخت کې، د ټي ټي پي سره تړلي راپورونه وايي چې په دې برید کې پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.