سیمه
ایران په تیرو ۱۲ ورځو کې د ۷۰۰ اسراییلي جاسوسانو د نیولو اعلان وکړ
د ایراني خبري اژانسونو د راپورونو او په تیرو ۱۲ ورځو کې د خپرو شویو خبرونو پر بنسټ، ډیری نیول شوي کسان په کرمانشاه (۱۲۶ جاسوسان)، اصفهان (۷۶ جاسوسان)، خوزستان (۶۲ جاسوسان)، فارس ولایت (۵۳ جاسوسان) او لرستان (۴۹ جاسوسان) ولایتونو کې وو. په هرصورت، د تهران ولایت لپاره د نیول شویو دقیق ارقام لا تر اوسه نه دي اعلان شوي