د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اوربند ادعا او د هغې په اړه د ادعا شوي تړون رد کړی دی.
عراقچي ټویټ کړی: “لکه څنګه چې ایران په وار وار روښانه کړې ده: اسراییل د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړې، نه په بل ډول.
اوس مهال، د اوربند یا د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه هیڅ “موافقه” نشته؛ په هرصورت، په دې شرط چې اسراییلي رژیم د تهران وخت د سهار تر څلورو بجو (سه شنبه) پورې د ایران د خلکو پر وړاندې خپل غیرقانوني یرغل ودروي، موږ اراده نه لرو چې له هغې وروسته خپل غبرګون ته دوام ورکړو.
زموږ د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه وروستۍ پریکړه به وروسته وشي.