افغانستاننړۍ

اوتونبایوا: د موزاییک پلان هدف دا دی چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې بیا مدغم شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رضا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د “موزاییک” په نوم د نوي پلان اصلي هدف دا دی چې د افغانستان تدریجي ادغام ته لاره هواره کړي.

هغې وویل چې ملګري ملتونه، د افغانستان سیاسي او بشري پیچلتیاوې درک کوي، یو “جوړ شوی، منسجم او همغږي چوکاټ” ډیزاین کړی چې کولی شي د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د اوسني حالت رسمي کولو او عادي کولو پرته خبرې اترې اسانه کړي.

د یوناما د مشرې په وینا، د موزابیک پلان د ځانګړو کاري ډلو په جوړولو سره په مهمو مسلو لکه د بشري حقونو ساتنه، د ښځو او نجونو وضعیت، د قانون حاکمیت او نړیوالو مکلفیتونو تمرکز کوي.

هغې ټینګار وکړ: “دا چلند مشروعیت نه غواړي، بلکې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې حیاتي مسایل د تعاملاتو په مرکز کې پاتې شي.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button