په سپینه ماڼۍ کې په یوه وینا کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د دریو اټومي تاسیساتو پر وړاندې د امریکا د پوځي یرغل “د پام وړ پوځي بریالیتوب” وباله.
له بریدونو وروسته په خپلو لومړنیو عامه څرګندونو کې، ټرمپ وویل: “نن شپه زه نړۍ ته راپور ورکولی شم چې دا بریدونه یو لوی پوځي بریالیتوب وو؛ د ایران د اټومي غني کولو مهم تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.”
له هغه سره د مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پیټ هیکسټ هم ملګري وو.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په رسمي ډول د ایران پر وړاندې د یرغل لپاره د ډونالډ ټرمپ څخه مننه وکړه، او په ایران یې د برید کولو عمل یې ځواکمن وباله.
په عین حال کې، ایراني چارواکو څو شیبې وړاندې اعلان وکړ چې دوی د امریکا د بریدونو دمخه خپل اټومي تاسیسات تش کړي دي.