د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د غړو هیوادونو د سفیرانو یوه بیړنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ (د غبرګولی ۲۶مه ۱۴۰۴) د ایران په غوښتنه په جینوا کې وشوه.
په دې غونډه کې، د ترکیې، قطر، مصر، اردن، سعودي عربستان، پاکستان، اندونیزیا او متحده عربي اماراتو په ګډون، د اسلامي هیوادونو اکثریت، پر ایران د اسراییلو برید او د اټومي تاسیساتو په نښه کول وغندل او له نړیوالې ټولنې څخه یې د جدي غبرګون غوښتنه وکړه.
د ایران دایمي استازي، علي بحریني، د هیواد په خاوره کې د صهیونیسټ رژیم د وروستي یرغل په اړه یو راپور وړاندې کړ او د دې عمل د نړیوالې غندنې، د اسلامي هیوادونو څخه د کلک ملاتړ او د اسلامي همکاریو سازمان د غیر معمولي عمومي غونډې د رابللو غوښتنه یې وکړه.
په دې راپور کې، ښاغلي بحریني د غبرګولی ٢٣ مه د اسراییلو بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور څخه ښکاره سرغړونه وګڼله او ټینګار یې وکړ چې دا بریدونه ملکي زیربناوې او استوګنې سیمې په نښه کړې او د لسګونو ښځو او ماشومانو د شهادت لامل شوې.