د بلخ ولایت د بدني زده کړو ریاست چارواکو اعلان وکړ چې دا سیالۍ د دوو ورځو لپاره د ۲۰۰ لوبغاړو په ګډون سره په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، او غوره ۵۵ لوبغاړو ته د اتلولۍ مډالونه او جایزې ورکړل شوې.
دوی زیاته کړه چې د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د لوبغاړو هڅول او د سیمه ایزو سپورتونو پراختیا ده.
کوروش لوبه یو مشهور او تفریحي سپورت دی چې د هیواد خلک یې خوښوي، او پدې برخه کې سیالۍ په مختلفو وختونو کې ترسره کیږي.