نړۍ

په کولمبیا کې مرګونې چاودنې

د ټاکنو په یوه نوماند باندې د وژنې له هڅې څو ورځې وروسته، کولمبیایان د سې شنبې په ورځ (د غبرګولی په ٢١ مه) د څو وسله والو بریدونو او چاودنو سره مخ شول.

د الجزیرې په وینا، سویل لویدیز کولمبیا د پولیسو پوستو ته نږدې د چاودنو او وسله والو بریدونو یوه څپه لیدلې ده، چې د پولیسو د راپورونو له مخې لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي دي.

داسې ښکاري چې بریدونه همغږي شوي او چارواکي یې د یاغي ډلو په غاړه اچوي.

د خبرونو پورې اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/22238?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button