افغانستانسپورت

د هیواد د فوټبال ملي لوبډله د سوریې په وړاندې ماته وخوړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوریې په وړاندې ۱-۰ ماتې وخوړه.

دا سیالي د ۲۰۲۷ کال د آسیا جام د غوراوي سیالیو په چوکاټ کې د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې دوهمه لومړۍ مرحله وه.

د یادونې وړ ده چې دا لوبه تیره شپه (د غبرګولی ۲۰مه) د سعودي عربستان په الاحسا ښار کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شوه.

د هیواد د فوټبال ملي لوبډله مخکې له دې د دې سیالیو په چوکاټ کې د تاجکستان په وړاندې د ۲-۰ په نمره ماتې خوړلې ده.

ټاکل شوې ده چې د هیواد د فوټبال ملي لوبډله هم په دې غوراوي سیالیو کې د پاکستان په وړاندې لوبه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button