د بریتانیا، کاناډا، ناروې، نیوزیلینډ او آسټرالیا لخوا د دوو افراطي اسراییلي وزیرانو په وړاندې د ښکاره بندیزونو لګول د امریکا له غبرګون سره مخ شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په سهار دا اقدام وغانده، او ادعا یې وکړه چې د تل ابیب پر وړاندې بندیزونه د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې نه پرمخ وړي.
روبیو په دې اړه وویل: “متحده ایالات د بریتانیا، کاناډا، ناروې، نیوزیلینډ او آسټرالیا د حکومتونو لخوا د اسراییلو د کابینې د دوو اوسنیو غړو په وړاندې لګول شوي بندیزونه غندي.
دا بندیزونه د اوربند د ترلاسه کولو، د ټولو یرغمل شویو کسانو د بیرته راستنیدو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅې نه پرمخ وړي؛ موږ خپلو شریکانو ته یادونه کوو چې هیر نکړي چې اصلي دښمن څوک دی.”
د سپوتنیک خبري اژانس په وینا، هغه د امریکا پر لویدیځو متحدینو هم غږ وکړ چې ژر تر ژره پر دوو اسراییلي وزیرانو خپل بندیزونه لرې کړي.