افغانستاننړۍ

د هند او منځنۍ اسیا خبرې اترې؛ د سوله ییز افغانستان ملاتړ

د هند او پنځو منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی د سوله ییز او ترهګرۍ څخه پاک افغانستان ملاتړ کوي.

د هند او منځنۍ اسیا د خبرو اترو د څلورم پړاو په ګډه اعلامیه کې، دوی په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې پر مبارزې هم ټینګار کړی دی.

د بیان په یوه بله برخه کې، د هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یوان‌اچ‌سی‌آر) په نړیواله شبکه کې د ترمز سیمه ایز لوژستیک مرکز د ادغام هرکلی وکړ ترڅو د نړۍ بې ځایه شویو خلکو ته د بیړنۍ مرستې چمتو کولو لپاره د دې ادارې ظرفیت پیاوړی کړي.

د هند او منځنۍ اسیا د خبرو اترو څلورمه غونډه په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې په مشرۍ ترسره شوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button