نړۍ
په جاپان کې د امریکا په هوايي اډه کې چاودنه
رسنۍ په جاپان کې د امریکا په هوايي اډه کې د چاودنې خبر ورکوي.
رویټرز د جاپاني راډیو او تلویزیون له قوله راپور ورکوي چې د جاپان په کادینا کې د امریکا په هوايي اډه کې د چاودنې خبر خپور شوی دی.
د کیودو خبري اژانس، هم راپور ورکړی چې په اوکیناوا کې د کادینا په هوايي اډه کې په چاودنه کې لږترلږه څلور جاپاني سرتیري ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، چاودنه د جاپاني ځواکونو د څو بمونو د شنډولو د هڅو په جریان کې رامنځته شوه.
نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.