امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک مسوده ویټو کړه چې په غزه کې د “سمدستي، غیر مشروط او دایمي” اوربند غوښتنه کوي.
د امنیت شورا په غونډه کې په یوه رایه اچونه کې، د امنیت شورا د ۱۵ غړو څخه ۱۴ غړو د دې پریکړه لیک په حق کې رایه ورکړه؛ خو متحده ایالات، چې د ویټو واک لري، د دې پریکړه لیک پر ضد رایه ورکړه.
د امریکا استازې ډوروتي شیا د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د شورا غړو ته وویل چې دا پریکړه لیک د اوربند لپاره د امریکا په مشرۍ هڅو ته زیان رسوي.
په عین حال کې، په ملګرو ملتونو کې د برتانیا سفیرې باربرا ووډوارډ د اسراییلو هغه پریکړې چې په غزه کې پوځي عملیات پراخوي او بشري مرستې په جدي توګه محدودوي “ناانصافي” وبللې.