سیمه

د غزې د اوربند په اړه د امنیت شورا کې د الجزایر د پریکړه لیک مسوده

ډیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د الجزایر د پریکړه لیک مسوده امنیت شورا ته وړاندې شوې ده، چې غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو په اړه د لګول شویو محدودیتونو سمدستي او غیر مشروط لرې کولو باندې ټینګار کوي.

د پریکړه لیک مسوده له ملګرو ملتونو او د هغې له شریکانو څخه غواړي چې په ټوله غزه کې د مرستو ویشلو ته اجازه ورکړل شي.

د باخبره سرچینو په وینا، د پریکړه لیک مسوده د نړیوال قانون سره سم په غزه کې د اساسي خدماتو چمتو کولو باندې ټینګار کوي.

باخبره سرچینو الجزیرې ته وویل چې د امنیت شورا ۱۰ غیر دایمي غړو نن (چهارشنبه، د غبرګولی ۱۴) د پریکړه لیک مسودې باندې د رایې ورکولو غوښتنه کړې ده.

په دې اړه، په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي ریاض منصور وویل: د امنیت شورا د غزې په تړانګه کې د اسراییل د جګړې او د فلسطینیانو په وړاندې د نورو جرمونو د بندولو مسؤلیت لري.

اسراییل حق نلري چې د منځني ختیځ د هیوادونو، په ځانګړې توګه د فلسطیني خلکو راتلونکی وټاکي؛ د فلسطین خلک باید د خپلې ځمکې راتلونکی پخپله وټاکي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button