سیمه

کاملوف: ازبکستان به په مناسب وخت کې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني

د ازبکستان د ولسمشر د امنیت شورا مرستیال عمومي منشي عبدالعزیز کاملوف وویل چې هیواد به یې په مناسب وخت کې اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.

هغه ټینګار وکړ چې د پیژندلو یا نه پیژندلو مسله د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ پورې اړه نلري، مګر دا چې ازبکستان به دا ګام د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې پورته کړي.

په افغانستان باندې د نړیوالې ټولنې بندیزونو ته په اشارې سره، دې ازبک چارواکي پر دې فشارونو نیوکه وکړه او د افغانانو لپاره یې د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا، ښاغلي کاملوف افغان خلک اتل او صبرناک خلک وبلل، او زیاته یې کړه چې دوی د برتانوي امپراتورۍ، شوروي اتحاد او ناټو له مداخلو څخه ژوندي پاتې شوي دي او د فشار پرځای ملاتړ ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button