د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د یکشنبې په ورځ د غزې په جنوب کې د مرستو د ویش ځای ته نږدې د فلسطینیانو د ډزو او وژلو په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
دا غوښتنه د هغو راپورونو په منځ کې شوې ده چې اسراییلي ځواکونو په هغو فلسطینیانو ډزې کړې دي چې خواړه او نور اړین توکي راټولول.
عیني شاهدان وايي چې دوی په داسې حال کې ویشتل شوي چې دوی د غزې په سویل کې د رفح په سیمه کې د خوړو د راټولولو لپاره په کتار کې ولاړ وو. دا هماغه مرکز دی چې اسراییل او امریکا څو ورځې وړاندې جوړ کړی و، او هڅه کوي چې په غزه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو ځای ونیسي، د “غزه بشري بنسټ – GHF” په نوم.
سره صلیب وايي چې په غزه کې یې کلینیک پرون ۱۷۹ بیړني ټپیان ترلاسه کړي دي، چې له دې ډلې ۲۱ تنه یې مړه شوي دي.