نړۍ

امریکایي چارواکي: روسیه له اوکراین څخه د سخت غچ اخیستلو هڅه کوي

نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي: کیف واشنګټن ته مخکې له مخکې خبر نه و ورکړی چې د اوکراین امنیتي ځواکونه د دې برید پلان لري.

د پنټاګون یوه چارواکي هم ورځپاڼې ته وویل: د اوکراین وروستي برید وښودله چې کیف د روسیې نږدې هر ځای په نښه کولو توان لري.

ګڼ شمیر امریکایي او اروپایي امنیتي چارواکو نیویارک ټایمز ته دا هم وویل چې شاوخوا ۲۰ روسي ستراتیژیکې الوتکې ممکن ویجاړې شوې وي یا سخت زیانمنې شوې وي.

د دوی په وینا، د روسیې په زیانونو کې ۶ اوږد واټنه ستراتیژیکې بمبار الوتکې او ۴ Tu-22M بمبار الوتکې شاملې وې.

امریکایي چارواکو وویل: تمه کیږي چې روسیه به د کیف د وروستیو بریدونو په ځواب کې د اوکراین په وړاندې لوی غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button