اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویټیکر وړاندیز ته ځواب ورکړ، چې پکې ویل شوي: “زموږ ځواب د دایمي اوربند ترلاسه کول، له غزې څخه بشپړ وتل، او د فلسطین خلکو ته، په ځانګړي توګه په غزه کې، بشري مرستو ته لاسرسی ډاډمن کول دي.”
د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ځانګړي استازي د شنبې په ماښام د حماس د بیان په ځواب کې وویل: “حماس باید هغه وړاندیز شوی چوکاټ ومني چې موږ یې د خبرو اترو لپاره د اساس په توګه وړاندې کړی دی، ترڅو موږ یې په راتلونکې اونۍ کې سمدلاسه پیل کړو.”
د امریکا ځانګړي استازي دا هم وویل: “دا د 60 ورځني اوربند تړون پای ته رسولو یوازینۍ لار ده، چې له مخې به یې نیمایي بندیان ژوندي راستانه شي او نیمایي جسدونه به بیرته راستانه شي.”
د اکسیوس خبري ویب پاڼې مخکې د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی و، چې حماس د ویټیکوف له نوي پلان څخه راضي نه و او باور یې درلود چې دا د صهیونیسټ رژیم د ګټې لپاره بدل شوی دی.