افغانستان

ملا برادر: اسلامي امارت هڅه کوي چې د چاپیریال ساتنې لپاره له نوي کیدونکي انرژۍ څخه کار واخلي

د اقتصادي چارو مرستیال، ملا عبدالغني برادر ویلي دي چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د چاپیریال ساتنې لپاره د بریښنا تولید په پروژو کې د نوي کیدونکي انرژۍ څخه کار واخلي.

ښاغلي برادر دا څرګندونې په هرات ولایت کې د ۴۳.۲ میګاواټه بادي بریښنا تولید پروژې او د ۵ میګاواټه لمریزې بریښنا تولید فابریکې د لومړي پړاو د پرانستلو په مراسمو کې وکړې.

له بلې خوا، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف په دې مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت په ټولو سکتورونو کې مهم پروګرامونه لري، په ځانګړې توګه د هیواد د اقتصادي سوکالۍ لپاره.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button