افغانستان
د احصایې دفتر: په دوو میاشتو کې نږدې ۵۷۵۰۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي
د ملي احصایې او معلوماتو دفتر وايي چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې نږدې ۵۷۵۰۰۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش مرکزونو او اسان خدمت له لارې ترسره شوي دي.
د دفتر د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، کابل، هرات، بلخ، کندهار او هلمند هغه پنځه ولایتونه دي چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې تر ټولو ډېر برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.