افغانستانسپورت

په ازبکستان کې د افغان ملي غېږ نیوونکو غوره لاسته راوړنه

د افغانستان ملي غېږ نیوونکو د ازبکستان په نړیوالو اتلولیو کې د سرو زرو دوه مډالونه او یو د برونزو مډال وګاټه.

د سامبو کوریش فدراسیون چارواکي وايي چې محمد عمر د ۱۸ کلونو څخه کم عمره د ځوانانو په نړیوالو اتلولیو کې د ۶۵ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه، د روسیې، ازبکستان (کوربه)، قرغزستان او افغانستان څخه یې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه، او جاوید کریمي د خپلو ازبک، ترکمن او قرغزستان سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه.

سربیره پردې، پنځه نورو افغان لوبغاړو پدې سیالۍ کې پنځم مقام ترلاسه کړ؛ دا نړیواله سیالي د نکوس په ښار کې د افغان ټیم په ګډون او د ازبکستان په کوربه توب ترسره شوه.

د لوبغاړو سربیره، یو شمیر افغان روزونکو او ریفریانو هم په دې سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبغاړي به د سیالۍ په دوهم سټایل کې د خپلو سیالانو په وړاندې سیالي وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button