په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا او د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر سیمه ییز استازي اولیور سټولپ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت له لومړي مرستیال اکان رخمتولین سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې “ثبات، دوامداره پرمختګ او د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه” د غونډې په جریان کې د بحث مهم موضوعات وو.
د یادونې وړ ده چې د یوناما مشر اوس مهال د یوه پلاوي په مشرۍ په قزاقستان کې دی او ټاکل شوې ده چې د “آستانه نړیوال فورم” په غونډه کې چې د روانې میاشتې په ۲۹-۳۰ نیټه ترسره شي، ګډون وکړي.
یوناما تر اوسه د غونډې یا د خبرو اترو په جزئیاتو تبصره نه ده کړې.