د ایران د انقلاب مشر او د پاکستان صدراعظم په تهران کې سره ولیدل
د ایران د خلکو د انقلاب مشر ایت الله سید علي خامنه ای د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې وویل: “په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې تل اسلامي هیوادونو ته د صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د ټینګولو لپاره هڅې شوي دي، پاکستان هیڅکله هم د دې هڅو تر اغیز لاندې نه دی راغلی.”
ښاغلي خامنه اي ټینګار وکړ چې په داسې یو حالت کې چې په نړۍ کې جنګ غوښتونکي د اختلاف او جګړې د رامینځته کولو لپاره ډیری انګیزې لري، یوازینی شی چې کولی شي د اسلامي ملت امنیت ډاډمن کړي د اسلامي هیوادونو ترمنځ یووالي او د دې هیوادونو ترمنځ د اړیکو وده ده.
د هغه په وينا، د غزې وضعيت داسې يوې مرحلې ته رسېدلی چې په اروپا او امريکا کې عام خلک د مظاهرو له لارې د خپلو حکومتونو پر ضد احتجاج کوي، خو له بده مرغه په دې ورته حالاتو کې ځينې اسلامي حکومتونه د صهيونست رژيم تر څنګ ولاړ دي.
د ایران د خلکو د انقلاب مشر زیاته کړه: تهران او اسلام آباد کولی شي په ګډه کار کولو سره په اسلامي نړۍ کې نفوذ ولري.
د پاکستان صدراعظم د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې د ایران د رول ستاینه وکړه او ویې ویل: “نړیواله ټولنه په غزه کې د غمجنو پیښو په وړاندې چوپه خوله پاتې ده او اغیزمن اقداېم نه کوي.”