نړۍ

په کولمبیا کې د بس چپه کېدو له امله ۱۰ کسان وژل شوي دي

د کولمبیا په لویدیځ کې د زده کونکو او پروفیسورانو د لیږدونکي بس د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ، د می په ۲۵مه راپور ورکړ چې دا پیښه د هیواد په لویدیځ کې د تولیما او کوینډیو ښارونو ترمنځ په لویه لاره کې رامنځته شوه.

د راپور له مخې، د کولمبیا پولیسو ویلي چې چلوونکي د بس کنټرول له لاسه ورکړ او موټر د کوینډیو په سیمه کې د هیلیکویل پل ته نږدې له سړک څخه ووت.

د پولیسو مشر لویس فرناندو اتویستا په وینا، “کله چې بس د پله تر څنګ له خنډ سره ټکر وکړ، ګڼ شمېر مسافر له موټر څخه وغورځول شول او په سیند کې ولوېدل.”

په بس کې ۲۶ مسافر سپاره وو، چې ۲۲ زده کوونکي، دوه پروفیسوران او د کولمبیا په ارمنستان کې د همبولډ پوهنتون د اریکه یو کارمند پکې شامل وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button