هسپانیه، چې د اروپایي او عربي هیوادونو د استازو کوربه توب کوي، د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د جګړې د بندولو لپاره پر اسراییلو بندیزونه ولګوي.
دا غونډه د یکشنبې په ورځ، د می په ۲۵مه، په مادرید کې جوړه شوه، او هدف یې په غزه کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو پای ته رسول او سیمې ته د بشري مرستو رسول دي.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر جوز مانویل الوارز د غونډې له پیل څخه مخکې خبریالانو ته وویل: “په غزه کې د پیښو په وړاندې چوپتیا پدې قتل عام کې د ښکیلتیا معنی لري.”
هغه ټینګار وکړ چې په غزه کې د اسراییلو جګړه “غیر انساني او بې معنی” ده او بشري مرستې باید غزې ته “په پراخه کچه، پرته له شرایطو یا محدودیتونو او د اسراییلو له کنټرول پرته” داخلې شي.
په دې غونډه کې د فرانسې، جرمني، برتانیا، ایټالیا، سعودي عربستان، مصر، اردن، ترکیې، مراکش، عربي لیګ، د اسلامي همکاریو سازمان، او همدارنګه د ایرلینډ، ناروې، آیسلینډ، سلووینیا او برازیل استازو ګډون درلود.