د ازبکستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ مرستیال، بختیار مصطفی یف وویل چې له افغانستان سره همکاري د سیمه ییز امنیت د ډاډمنولو لپاره یو مهم فکتور پاتې دی.
ښاغلي مصطفی یف په نوي ډیلي کې د شانګهای همکارۍ سازمان د فکري بنسټونو په شلمه غونډه کې زیاته کړه چې یو باثباته افغانستان د پام وړ اقتصادي فرصتونه برابروي.