نړۍ
۸ تنه افغانان چې په غیرقانوني ډول له بیلاروس څخه اوکراین ته د تیریدو په حال کې وو، ونیول شول
اوکرایني چارواکو اعلان کړی چې اته افغان اتباع د اوکراین د سرحدي ساتونکو لخوا په غیرقانوني ډول د بیلاروس له لارې هیواد ته د ننوتلو په وخت کې نیول شوي دي.
د اوکراین د سرحدي ساتونکو دولتي ادارې د جمعې په ورځ، د جون په دوهمه نیټه اعلان وکړ چې دغه کسان د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته په ریون ولایت کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې د دې کسانو د هویت او د سرحدي سیمې ته د دوی د ننوتلو د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوي دي، او هغه کسان چې ممکن په دې غیرقانوني تیریدو کې ورسره همکاري کړې وي هم به وپیژندل شي.