نړۍ
په لیبیا کې د لاریونونو نوې څپه او د ولسمشرۍ شورا لپاره ۲۴ ساعته ضرب الاجل ټاکل شوی
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، په لیبیا کې قهرجنو لاریون کوونکو د دې هېواد ولسمشرۍ شورا ته د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړ او همدارنګه یې ګواښ وکړ چې که د دوی غوښتنې له پامه وغورځول شي او عملي نه شي نو خپل لاریونونه به لا پسې شدید کړي.
لاریون کوونکو د ملي یووالي لنډمهاله حکومت او د ولسمشرۍ شورا په هیواد کې د سیاسي بندون او امنیتي ګډوډۍ مسؤل وبلل، په ځانګړي توګه د وروستیو نښتو وروسته چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او عامه ملکیتونو ته د پراخ زیان لامل شوې.
په خپله اعلامیه کې، لاریون کوونکو د “ټولو سیاسي ادارو د منحلولو او د هیواد د چارو د لنډمهاله مدیریت لپاره د بحران کمیټې د جوړولو” غوښتنه وکړه.