نړۍ

د هامبورګ په ریل سټیشن کې د چاقو برید ۱۲ کسان ټپیان کړل

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د جمعې په ماښام د هامبورګ د اورګاډي په تم ځای کې د چاقو په برید کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي، چې د ځینو یې حالت “جدي” دی.

د جرمني ورځپاڼې بیلډ لیکلي: “په دې پیښه کې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او د جرمني فدرالي پولیسو د برید په تړاو یوه ښځه نیولې ده.”

ورځپاڼې په خپل بیړني راپور کې زیاته کړه: “د دریو کسانو حالت نازک دی، درې یې جدي ټپیان دي او شپږ یې لږ ټپیان دي.”

د دې برید او د هغې د “ترهګریز” ماهیت نور جزئیات لا نه دي مشخص شوي.

اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/21671?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button