سیمه
نتنیاهو د شاباک نوی مشر معرفي کړ
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې نتانیاهو د رونن بار پر ځای ډیویډ زیني د شاباک د مشر په توګه ټاکلی دی.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل قانوني سلاکار د مشورې پر خلاف، جنرال ډیویډ زیني د شاباک (د اسراییلو د داخلي امنیت ادارې) د نوي مشر په توګه معرفي کړ.
زیني د هغو شخصیتونو له ډلې څخه و چې د نتانیاهو نږدې ملګرو یې مخکې د امنیتي پوستونو لپاره وړاندیز کړی و.
د اسراییلو قاضي وویل: نتانیاهو د شاباک د نوي مشر په ټاکلو سره قانوني لارښوونې سرغړونه کړې ده.
د معاریو ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ډیویډ زیني په ټاکلو سره، نتانیاهو پوځ، پولیس او شاباک تر خپل واک لاندې راوست.