افغانستان

ملګري ملتونه: د امریکا د مرستو کمول به ۶.۳ میلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې کړي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) وايي چې د امریکا د مرستو د بندیدو له امله به ۶.۳ میلیونه افغانان له اساسي روغتیايي پاملرنې څخه بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولی په ١ مه) یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي چې د مرستو کمښت په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د ژوند ژغورنې خدماتو څخه محروموي.

دې سازمان زیاته کړه چې په سلګونو روغتیايي مرکزونه چې په لرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي او ګرځنده کلینیکونه تړل کیږي، او د ښځو روغتیا، په ځانګړې توګه د زیږون روغتیا سکتور کې، له جدي خطرونو سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي دي چې د دې بودیجې یو پر دریمه برخه کمښت به په مستقیم ډول د آسیا او آرام سمندر هیوادونو باندې اغیزه وکړي.

د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د متحده ایالاتو لخوا د مالي مرستو د ځنډولو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم اعلان وکړ چې تر اوسه پورې ۱.۶ میلیونه افغانان اغیزمن شوي دي.

د سازمان د راپور له مخې، د روغتیا په سکتور کې ۱۷۰۰ ښځینه کارمندانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button