افغانستاننړۍ

متقي د هیواد د بیارغونې لپاره عملي وړاندیزونه د چین د پراختیایي همکارۍ ادارې ته وړاندې کړل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د چین د پراختیایي همکارۍ ادارې رییس چن شیاوډونګ “د هغه هیواد د پراختیایي پروژو او د افغانستان په بیارغونه کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.”

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه بیان کې وویل چې امیر خان متقي د چین د پراختیایي همکارۍ ادارې ته عملي وړاندیزونه وړاندې کړل ترڅو د افغانستان په بیارغونه کې د لومړیتوبونو په توګه وکارول شي.

په دې غونډه کې، چن شیاوډونګ د امیر خان متقي سره په افغانستان کې د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت لوړولو په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button