د هند او پاکستان ترمنځ مخ په زیاتیدونکي کړکېچ؛ دواړو هېوادونو د یو بل ډیپلوماتان وشړل
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه، د غويی ٣١ مه) اعلان وکړ چې په نوي ډیلي کې یې د پاکستان له سفارت څخه یو ډیپلومات د ډیپلوماټیکو دندو خلاف فعالیتونو کې د ښکیلتیا له امله ایستلی دی.
هند له پاکستاني ډیپلومات څخه غوښتي چې په ۲۴ ساعتونو کې له هنده ووځي.
دا په روانه میاشت کې له هند څخه د پاکستاني ډیپلوماتانو دوهم رسمي اخراج دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم اعلان کړی چې په اسلام آباد کې یې د هند د عالي کمیسیون یوه کارمند ته خبرداری ورکړی چې په ۲۴ ساعتونو کې له پاکستانه ووځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د هند شارژدافیر ته خبر ورکړل شوی چې د پوښتنې لاندې کس له خپل ډیپلوماتیک مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.
پاکستان هندي ډیپلوماتانو ته هم خبرداری ورکړی چې له خپل ډیپلوماتیک موقف څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.