سیمه

اسراییلو د العوده روغتون د درملو ګودام ته اور واچاوه

د العوده روغتون د څو ورځو محاصرې او ډزو وروسته، د اسراییلو پوځ نن سهار د روغتون د درملو ګودام ته اور واچاوه، چې له امله یې د زرګونو اړو ناروغانو لپاره درملو او درملنې ته لاسرسی بند شو.

“موږ اور نه شو مړ کولای”؛ دا هغه څه دي چې د غزې په شمالي برخه کې د العوده روغتون رییس وايي.

په غزه کې د روغتونونو په سیستماتیک ډول په نښه کولو ته دوام ورکولو سره، اسراییلي رژیم یو ځل بیا نن سهار (پنجشنبه، د غبرګولی ١مه) د غزې په شمال کې د تل الزعطار په العوده روغتون برید وکړ.

د فلسطین خبري چینلونو نن سهار داسې انځورونه خپاره کړل چې راپور یې ورکړ چې اسراییلي رژیم د غزې په شمالي تړانګه کې په دوامداره بمبارۍ کې د روغتون د درملو ګودام په نښه کړ او اور یې ورته واچاوه.

په روغتون کې موجود د ژغورنې او اور وژنې فعالې ډلې لا تر اوسه د اور په کنټرول کې نه دي بریالي شوي.

د الجزیرې خبریال مخکې راپور ورکړی و چې د اسراییلو پوځ د غزې په شمال کې د تل الزعطار په سیمه کې د العوده روغتون محاصره کړی دی.

اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/21613?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button