د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر برېس اکینسي د چین له ځانګړي استازي یو شیاوګانګ سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې “د اسلامي امارت سره اړیکه او همدارنګه د بشري وضعیت د ښه کولو هڅې” د هغو موضوعاتو څخه وې چې د غونډې په جریان کې پرې بحث وشو.
دا په داسې حال کې ده چې چین په دې وروستیو کې په بیجینګ کې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون درې اړخیزه غونډه وکړه.