نړۍ
د امریکا د دفاع وزیر رسمي امر چې له افغانستان څخه د ګډوډۍ وتلو په اړه څېړنه وکړي
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ د “افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو” د پروسې د بیاکتنې لپاره د یوې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
د امریکا د دفاع وزیر په یوه یادښت کې ویلي چې هغه خپل جګپوړي ویاند شان پارنیل ته لارښوونه کړې چې د “۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو” د څېړنې لپاره یو پلاوی جوړ کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې لوړ پوړي پوځي چارواکي په دې برخه کې مسؤل ګڼل کېږي.
ښاغلي هیګسټ یو ځل بیا په کابل کې د هغه وخت د امریکايي سرتیرو او ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې دا ځل به له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه نوې څیړنې ډیرې پراخې وي.