افغانستان
په دایکندي کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان مړه او ټپیان شوي دي
د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ سیمه ییزې سرچینې وايي چې پرون سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د دې ولسوالۍ په فیض آباد کلي کې د څو وروڼو ترمنځ د کلاشینکوفونو او چاقوګانو سره نښته وشوه چې له امله یې یو کس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
په ورته وخت کې، سیمه ییزو چارواکو دا پېښه تایید کړه او ویې ویل: د دې پېښې عاملین نیول شوي او څېړنې روانې دي.