د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸۶ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، د غويی ٢٨ مه له بند څخه خوشې او هیواد ته راستانه شول.
وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د کندهار د سپین بولدک سرحدي ریاست له قوله ویلي چې هغه کسان چې پوښتنې ترې روانې دي، سره له دې چې اسناد یې درلودل، د پاکستان له بیلابیلو برخو څخه نیول شوي او د یوې یا دوو ورځو لپاره په توقیف کې ساتل شوي وو.