افغانستانسیمه

د ملا هدایت الله بدري ګډون په ایران کې د کانونو په نړیوال نندارتون کې

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري او ورسره ملګري پلاوي په ایران کې د کانونو په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې ښاغلي بدري په نندارتون کې په خپله وینا کې په افغانستان کې ثبات او د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې سره وویل چې اسلامي امارت غواړي د ګاونډیو هېوادونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان له کانونو څخه په اغیزمنه توګه ګټه پورته کړي.

د وزارت په وینا، د نندارتون په څنډه کې په یوه غونډه کې ایراني چارواکو او خصوصي سکتور هم په افغانستان کې د دوامداره همکارۍ او پانګونې ډاډ ورکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button