سیمه
د خان یونس په مختلفو سیمو کې د اسراییلو ۳۰ هوايي بریدونه د بندیانو د خوشې کولو په هدف ترسره شول
خبري سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو رژیم د غزې په سویلی برخه کې د خان یونس په څو سیمو کې ۳۰ هوايي بریدونه کړي دي.
فلسطیني رسنیو د دغو بریدونو انځورونه خپاره کړل، چې د درنو هوايي بریدونو سربیره، د پرله پسې ډزو غږونه هم ښيي.
د دغو بریدونو د شدت له امله، د غزې تړانګې په مرکز کې د خان یونس په ښار کې د ټیلیفون او انټرنیټ لاینونه پرې شوي دي.
په عین حال کې، خبري سرچینو د صهیونیسټ ویب پاڼې والانیوز په حواله راپور ورکړی چې صهیونیسټان د خان یونس په مرکز کې د خپلو ځینو بندیانو په خوشې کولو کې پاتې راغلي دي.
د والانیوز په وینا، عملیات د اسراییلي پوځ ځانګړو ځواکونو ته له کوم زیان پرته پای ته ورسیدل.
اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/21515?single