شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ کسانو د هالنډ په هاګ کې لاریون وکړ، او له حکومت څخه یې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییلو د مرګونې جګړې د بندولو لپاره نور اقدامات وکړي.
د نیو عرب ورځپاڼې په وینا، دا مظاهره په تیرو دوو لسیزو کې په هالنډ کې تر ټولو لویه وه.
د اکسفام نوویبا بنسټ، چې د لاریون تنظیموونکی دی، وویل چې شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ لاریون کوونکو په لاریون کې برخه اخیستې وه، چې ډیری یې سره جامې اغوستې وې، او د غزې د اسراییلو د محاصرې په وړاندې یې د “سره کرښې” غوښتنه وکړه، چې سیمې ته یې د خوړو، مصالحو او سونګ توکو جریان بند کړی دی.
اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/21509?single