نړۍ
د اروپايي ټولنې څلورم بشري فورم به نن ترسره شي
افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي اعلان وکړ چې د اروپايي ټولنې څلورم بشري فورم (EHF) به په ۲۰۲۵ کال کې ترسره شي، چې د اروپايي کمېسیون او پولنډ لخوا به په ګډه کوربه توب وشي، چې د اروپايي ټولنې د شورا دوره ای صدارت لري.
د اعلامیې له مخې، دا بشري فورم به د روانې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه په بروکسل کې ترسره شي.
دا غونډه به د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا (FAC) غونډې سره یوځای ترسره شي.