سیمه
حماس د اوربند په بدل کې د ژوندیو بندیانو او جسدونو نیمایي خوشې کولو وړاندیز کوي
یوه فلسطیني سرچینه چې له دې خبرو اترو سره بلد ده وايي: د حماس غورځنګ موافقه کړې چې د اوربند په بدل کې د ژوندیو صهیونیسټي بندیانو نیمایي او یو شمیر جسدونه خوشې کړي.
حماس له متحده ایالاتو څخه د اوربند په موده کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د پیل او د اسراییلي رژیم له خوا د خنډونو او شرایطو پرته د مرستو د ننوتلو لپاره د قوي تضمین غوښتنه کړې ده.