افغانستان

په بلخ ولایت کې به ۵۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي

د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې سږ کال به د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۵ نوي مخابراتي سایټونه جوړ او فعال شي.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا پریکړه د مخابراتو سرپرست وزیر او د بلخ ولایت سرپرست والي ملا محمد یوسف وفا ترمنځ په ګډه غونډه کې وشوه.

د دې اقدام موخه د بلخ ولایت په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدماتو پراختیا او د حیرتان په ګډون مهمې لارې د مخابراتي شبکې سره نښلول دي.

همدارنګه ټینګار وشو چې تر هغه چې لرې پرتې ولسوالۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی ونلري، په ښار کې به د نویو شبکو د جوړولو اجازه ورنکړل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button