افغانستانسیمه

قزاقستان د سیمې د اوبو امنیت باندې د قوشتیپې کانال د اغیزو په اړه اندیښمن دی

د قزاقستان د اوبو د سرچینو مرستیال وزیر اسلان عبدالرحیموف خبرداری ورکړی چې د قوش تیپې کانال کولی شي د قزاقستان د اوبو امنیت اغیزمن کړي.

د ټایمز آف سنټرل اسیا ورځپاڼې د راپور له مخې، د قزاقستان د اوبو د سرچینو مرستیال وزیر وویل چې د قوشتیپې کانال به د سیر دریا سیند جریان کم کړي، چې دا به د ارال سمندر لپاره مستقیمې پایلې ولري، چې دا مهال په بحراني حالت کې دی.

هغه زیاته کړه چې که څه هم قزاقستان او افغانستان ګډه پوله نه لري، خو د دې کانال نفوذ په ټوله سیمه کې خپریدلی شي.

د بیتاق قزاقستان ګوند مشر دا هم وویل چې د قوش تیپ کانال ممکن د آمو سیند څخه د ۲۵ څخه تر ۳۰ سلنې پورې اوبه واړوي. د هغه په ​​وینا، د دې کانال په جوړولو سره به ازبکستان او ترکمنستان لږې اوبه ترلاسه کړي، چې په پایله کې به یې ازبکستان د سیر دریا څخه ډیرې اوبه وباسي، چې دا به د سیر دریا اوبو ته د قزاقستان د لاسرسي 40 سلنه کمښت لامل شي.

مخکې له دې، د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ویلي وو چې افغانستان یوازې د آمو سیند څخه خپله برخه ترلاسه کوي او ګاونډیان باید اندیښنه ونلري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button