افغانستان
د هېواد د ۹ شمالي او شمال ختیځو ولایتونو د چارواکو ګډه غونډه په بدخشان کې جوړه شوه
د هېواد د نهو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو د چارواکو ګډه غونډه په بدخشان کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د امنیت د تامین، د مخدره توکو سره د مبارزې، د “فاسدو” اشخاصو د فعالیتونو د مخنیوي او د ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث وشو.
د بلخ ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د بدخشان والي ویلي چې د کوکنارو کښت تقریبا بند شوی او خلکو ته باید د کار فرصتونه برابر شي.
همدارنګه، د کانونو د امنیت ډاډمنول، په قراردادونو کې شفافیت، د ښه چلند د قانون پلي کول، او د “خیانتګرو شبکو” په وړاندې اقدامات هغه نور مهم ټکي وو چې په غونډه کې پرې بحث وشو.